السلام علیکم
ډېر خوښ یو چې د افغان آنلاین زده کړې د وېبپاڼې پر ښکلي مخ خپلو ګرانو ځوانانو ته د آنلاین زدهکړو او علمي تحقیقاتو د برابرولو زیری ورکوو. د ۲۰۲۳ کال د مارچ د میاشتې په پنځمه نېټه د ګران هېواد د بېلابېلو پوهنتونونو یو زیات شمیر استادان، څېړونکي او د پوهنې مینهوال؛ چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې خواره واره دي؛ په پوره اخلاص او صداقت د افغان آنلاین زده کړې په ستر اکاډمیک مرکز کې سره یو ځای شول او خپل ځوان نسل ته یې د زدهکړو په برخه کې د یوې نوې وړیا لارې د پرانیستلو اخلاقي ژمنه وکړه.
لکه چې پوهېږو د اوسنۍ ټکنالوجۍ له برکته نړۍ په یو ګډ کلي بدله شوې ده او د وګړو ترمنځ واټن ډېر لنډ شوی دی. بناًء اوس ډېره اسانه ده چې په یوه منظم او منسجم پلاټفورم کې د اوسنۍ ټکنالوجۍ پر مټ؛ د پوهانو تر منځ خپلمنځي اړیکې ټینګې شي، یو د بل سره خپلې علمي تجربې تبادله کړي او ټول په ګډه په هېواد کې د زدهکړو د پرمختګ، معیاريکېدو او د ستونزو د له منځه وړلو لپاره کار وکړي. موږ باور لرو چې موږ به د خپلو زړهسواندو، وطنپالو او خدمتګارو پوهانو په مرسته د افغان آنلاینزده کړې له لارې د هېواد په هر کونج کې د لوړو زدهکړو مینهوالو ته د زدهکړو زمينه او چانس برابر کړو او هرې افغانې کورنۍ ته به د پوهې او رڼایۍ یوه بله ډاډمنه او ريښتینې کړکۍ پرانیزو.
یوویشتمه پېړۍ د نویو پوهنیزو څانګو او پرمختګونو پېر دی. پرمختللي ملتونه دعلم له برکته د پرمختګ لوړو پوړیو ته رسېدلي دي او هغه ملتونه چې لا هم وروسته پاتې دي، د غوره زدهکړو زمینه ورته برابره شوې نه ده.
د پوهې دخاوندانو او د علم د ارزښت په اړه
څښتن تعالی فرمایي:
قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لاَ يَعْلَمُونَ … الزمر ۹
ژباړه: ووايه ای محمده، آیا هغه کسان چې پوهېږي او هغه کسان چې نه پوهېږي سره برابر دي؟
موږ کوښښ کوو د اسلام د مبارک دین د ارشاداتو په رڼا کې او خپلو ملي او اسلامي ارزښتونو ته په پام سره، په هېواد کې د معیاري باکیفیته لوړو زده کړو د سیستم د پیاوړتیا لپاره کاروکړو. هاند او هڅه کوو چې په زدهکړو کې د نویو کړنلارو د پراختیا او په علمي څېړنو کې د نویو میتودونو په وسیله نجونو او هلکانو ته د زدهکړو زمینه برابره کړو. زموږ په فکر د زدهکړو فرصت او وخت ډېر مهم عناصر دي او باید له لاسه ورنکړل شي. نو په کار ده چې ځوانان د ځوانۍ په عمر کې زدهکړو ته وخت ورکړي او ورته لاسرسی ولري.
یادونه کوو چې زموږ فعالیت به له رسمي ثبت او راجستر وروسته په قانوني او رسمي بڼه پیل کېږي او بیا به په دې هکله رسمي خبرتیا خپروو. له دې پرته زموږ د بنسټ په نوم هر ډول فعالیت منع دی او څوک حق نه لري چې له دې آدرسه، غیررسمي او غیرقانوني کړنه ترسره کړي.
په ډېر درنښت
د افغان آنلاین زده کړې رهبري
Peace be upon you,
We are very pleased to announce, through the website of Afghan Online Learning, the provision of online education and academic research opportunities for our beloved youth.
On March 5, 2023, a large number of professors, researchers, and education enthusiasts from various universities of our beloved country, who are currently living in different countries around the world, came together with sincerity and commitment at the great academic center of Afghan Online Learning. They made a moral pledge to open a new and free path of education for our younger generation.
As we know, thanks to modern technology, the world has become like a global village, and the distance between people has become much shorter. Therefore, it is now much easier, through a well-organized and unified platform, to use modern technology to strengthen connections among scholars, exchange academic experiences, and work together for the advancement, standardization, and improvement of education in the country.
We believe that, with the help of our compassionate, patriotic, and service-oriented scholars, we will be able, through Afghan Online Learning, to provide educational opportunities for those interested in higher education in every corner of the country. We also hope to open another reliable and genuine window of knowledge and light for every Afghan family.
The twenty-first century is an era of new academic fields and progress. Developed nations have reached high levels of advancement through knowledge, while nations that remain behind have often lacked access to quality education.
Regarding the people of knowledge and the value of learning, Allah Almighty says:
“Say: Are those who know equal to those who do not know?”
Surah Az-Zumar: 9
We strive to work for the strengthening of a standard and high-quality higher education system in the country, in light of the teachings of the blessed religion of Islam and with respect for our national and Islamic values. We are committed to expanding new approaches in education and using new methods in academic research to provide educational opportunities for both girls and boys.
In our view, educational opportunities and time are very important elements and should not be wasted. Therefore, young people should dedicate time to education during their youth and should have access to learning opportunities.
We would like to note that our activities will officially and legally begin after formal registration. An official announcement will be published in this regard. Until then, any activity under the name of our organization is prohibited, and no one has the right to carry out any unofficial or illegal action using this name or address.
With great respect,
Leadership of Afghan Online Learning
Afghan Online Education Union (AOEU) provides online higher education and specialized educational programs (short-term and long-term) through volunteers for students and the younger generation, promotes scientific research, and is registered in the Netherlands (Registration Number: 97134872).
As a fully online institution, AOEU specializes in distance education, offering comprehensive university courses exclusively through virtual learning environments.
Our mission is to provide accessible higher education opportunities to populations unable to attend traditional physical campuses due to geographical constraints, personal circumstances, or the need for flexible learning schedules that accommodate individual commitments and responsibilities.
Institutional Objectives
The Afghan Online Education Union (AOEU) has established the following strategic objectives in response to the current educational landscape and the role of academic institutions in supporting Afghan society:
Fostering Academic Collaboration: To strengthen and develop cooperative networks between national and international scientific research institutions, educators, scholars, and researchers, thereby advancing knowledge exchange and collaborative research initiatives.
Enhancing Educational Standards: To contribute to the development and improvement of higher education and scientific research in Afghanistan by implementing global standards through virtual learning technologies and available digital resources, ensuring equitable access for all students regardless of gender.
Supporting Capacity Development: To provide targeted capacity-building programs and educational support for Afghan students and faculty members, enhancing their professional development and academic competencies.
Responding to Labor Market Needs: To promote and establish new academic disciplines aligned with labor market demands and contemporary professional requirements, contingent upon favorable institutional conditions.
Academic Rationale
In an era characterized by rapid technological advancement and continuous innovation, the critical importance of modernizing and standardizing scientific research institutions for emerging generations has become increasingly apparent. This imperative cannot be overlooked.
Unfortunately, decades of sustained conflict and war have inflicted severe damage upon Afghanistan’s higher education infrastructure and academic systems, creating an urgent need for comprehensive reconstruction and institutional strengthening. Universities, academic research institutions, and higher education centers throughout the country have experienced significant operational challenges, resulting in acute shortages of qualified lecturers and researchers. This deficit has substantially compromised the capacity of higher education institutions to fulfill their educational and research mandates.
The cumulative effect of these challenges has been a considerable decline in educational quality and scientific research productivity, significantly impeding the nation’s academic progress and intellectual development. This situation has fostered widespread discouragement among academic professionals and diminished the educational aspirations of Afghan youth—circumstances that demand immediate and sustained attention from the broader educational community.
ضرورت ایجاد “تحصیلات آنلاین آفغان”
تحصیلات انلاین، یکی از شیوههای مهم آموزش نوین در جهان معاصر به شمار میروند. هدف از ایجاد این نوع پوهنتونها، فراهمآوری زمینههای تحصیل از راه دور، برای اقشار مختلف جامعهی انسانی است که توان حضور در صنوف را بنا بر عللی ندارند. شرایط پیچیدۀ تحصیلی برای دختران و فرار سرمایههای فکری و علمی، سبب مشکلات در عرصۀ آموزشهای عالی کشور عزیز ما شد. این وضعیت جمعی از استادان پوهنتونهای کشور از داخل و خارج را بر آن داشت تا با درک شرایط موجود و احساس مسئولیتی که نسبت به فرزندان وطن خویش دارند، دست به کار شده “تحصیلات آنلاین افغان” را به مثابۀ روزنۀ امیدی برای فرداهای بهتر، مطابق استانداردهای جدید جهانی تأسیس و راهاندازی کنند. تاباشد که ضمن بر طرفکردن کمبودیهای به میانآمده رسالت خویش را در قبال فرزندان وطن ادا کنند.
ماموریت
( Mission )
فراهمآوری زمینههای تحصیلات عالی در رشتههای مختلف برای جوانان وطن اعم از دختر و پسر بزرگترین و مهمترین مأموریت پوهنتون آنلاین افغان است. در کنار این که ارتقای ظرفیتهای تحقیقاتی و پژوهشی استادان و اعضای کادر علمی از طریق اتصال به مراکز مهم تحقیقاتی و ژورنالهای بینالملی و سایر فعالیتهای علمی مطابق استانداردهای جهانی از وظایف مهم این نهاد آموزشی از راه دور است.
تعهدات
“AOEU’ به عنوان یک نهاد علمی معتبر با همکاری پوهنتونهای داخل و خارج کشور خود را در عرصههای ذیل متعهد میداند:
حفظ و نگهداشت فرهنگ اسلامی و ملی، فراهم آوری زمینههای آموزش عالی برای جوانان و پُر کردن خلأهای به میان آمده، رعایت استانداردهای جهانی در آموزشها، ایجاد و گسترش روحیهی تحقیقاتی و پژوهشی، رعایت اصل نیاز و تقاضای بازارکار در تأسیس رشتهها، ایدیت و بروز سازی مواد آموزشی بر اساس آخرین پیشرفتهای علمی جهانی.
چشم انداز
(vision)
توقع میرود تحصیلات آنلاین افغان بعد از پایان یک دورهٔ تحصیلی چهارساله حضور خود را به عنوان یک پوهنتون درجهی اول و بینالمللی تثبیت کند و نزد بزرگترین مراکز آموزشی و تحقیقاتی جهان رسمیت یابد.
***
شرح مختصر فعالیت ها
تحصیلات آنلاین افغان دارای فعالیت های ذیل می باشد:
تأسیس و راهاندازی صنوف آموزشی در رشتهها و پوهنځیهای مختلف مطابق نیاز بازار کار برای دختر و پسر، تهیۀ مواد درسی با کیفیت جهانی برای محصلان و دانشجویان، جذب استادان ورزیده جهت تدریس، رعایت استانداردهای “تضمین کیفیت”، توسعهٔ تحقیقات و پژوهشهای علمی مطابق ژورنالهای بین المللی؛ ارائهٔ مدارک تحصیلیِ که در سطح جهان مدار اعتبار باشد، ایجاد شبکهٔ وسیعی از ارتباطات میان پوهنتونها در سطح ملی و بینالمللی و فعالیتهای روتین دیگر.
اهداف
پُر کردن خلاهای به میان آمده در عرصهٔ تحصیلات عالی کشور، پُر کردن خلای موجود در عرصهٔ نبود یک پوهنتون آنلاین برای جوانان افغانستان، تربیۀ کادرهای علمی متخصص در عرصهها و رشتههای گوناگون مطابق بازار کار، ترویج بیشتر علم و دانش در بین جوانان کشور، احیای انگیزههای آموزشی و تحصیلی در بین جوانان با توجه به کمرنگ شدن آن، تقویت مهارتهای مختلف علمی در میان جوانان، ارائهٔ تجربۀ تدریس آنلاین برای پوهنتونهای داخل کشور و کمک به آنها در این زمینه و کمک به دانشجویان داخل کشور از طریق ارائهٔ مواد آموزشی.
افغان آنلاین زده کړې (Afghan Online Education/AOEU)د افغانستان د ځوانانو (نجونو اوهلکانو) د تخصصي پوهې او د دوی لپاره په یو مسلک او څانګه کې د زده کړو یو بنسټ دی چې د نننۍ ټکنالوژۍ پر مټ به د مهارتونو لوړولو او د کار له بازار سره سم، د کاري ځواک روزنې ته روزنیزې او اکاډمیکې چوپړتیاوې وړاندې کوی. اوسمهال په یاد نهاد کې په هیواد کې دننه او له هیواده بهر، د افغانستان د بېلابېلو پوهنتونونو او علمي اکاډمیو شاو خوا یو سلو پنځوسو تنو علمي کادري غړو د وړیا خدمت ترسره کولو ژمنه کړی ده. دوی د خپلو مسلکی څانګو په برخه کې پوره تجربه لري او یوازینۍ موخه یې داده، ترڅو د هغو ځوانانو لپاره کار وکړی، چې د یو شمېر ستونزو له امله له زدهکړو لېرې پاتې شوي دي، یا غواړی د دې پوهنتون له لارې خپله پوهه او معلومات له ټاکلي نصاب سره سم لوړ کړي.
د افغان انلاین زده کړې د اساسنامې په دریم ټوک کې داسې حکم شوی دی:
هماغسې چې د افغان آنلاین زده کړې له موخو څرګندېږي، د دې بنسټ فعالیتونه له تدریس او علمي څېړنو پرته بل څه نه دي، چې د ترلاسه کولو لپاره یې لاندنې فعالیتونه په پام کې لرو:
۱. په حضوري او مجازي ډول د کنفرانسونو، سیمینارونو او ورکشاپونو دایرول، د روزنیزو او درسي پروګرامو چمتو کول او ګټې اخیستونکو ته یې وړاندې کول هغه بنسټیزه موخه ده، چې په پایله کې به یې له یوې خوا مسلکي او تخصصي مهارتونه ډاډمن شي او له بلې خوا به علمي وړتیا، تخصصي ظرفیت او د څېړنو کیفیت لوړ شي.
۲. د استادانو، څېړونکو او متخصصو پوهانو په مرسته د تدریسي او علمي آنلاین برنامو جوړول، او دولتي او خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زدهکړو موسسو ته امکانات چمتو کول.
۳. د افغانستان دننه د روزنیزو او علمي مرکزونو لپاره د مشورتي خدمتونو رسول، د دوی لارښوونه او ملاتړ.
۴. د علمي سرچینو، څېړنیزو خپرونو او روزنیزو موادو د تبادلې اسانول.
۵. د تحصيلي بورسونو، روزنیزو طرحو او څېړنیزو پروژو لپاره د مالي سرچینو چمتو کول او د هېواد دننه مرکزونو سره په دې برخو کې ګډون او مشارکت.
۶. په هېواد کی د علمي – تحقیقي او تدریسي وړتیاوو د لوړولو لپاره له نړیوالو علمي مرکزونو څخه د مالي او تخنیکي مرستو جلبول.
۷. په افغانستان کې د څېړنو، تدریس او زده کړو په برخو کې شته ستونزو ته د حل لارو وړاندیزول او د خنډونو د لرېکولو لارې چارې موندل.
د علم او پوهې د نړیوال کاروان او د پوهنتونونو ګډه بشري تجربه
د پوهنتونونو او علمي مرکزونو د صنعت او پوهې په پراختیا کې او د هېوادونو تر منځ د هغو د تبادلې په برخه کې د یونسکو سازمان ځانګړی دريځ لري. دغه سازمان چې افغانستان یې په ۱۹۴۸ م. کال کې غړيتوب ترلاسه کړی دی، نه یواځې د پرمختللو هېوادو پوهنتونو او علمی مرکزونو، بلکې د آسیا، افریقا او لاتیني امریکا د هېوادونو علمي مرکزونو ته يې هم پاملرنه کړی ده. علمي څېړنو ښودلې ده، چې په سلو کې ۹۵ د پوهې او صنعت بازار د نړۍ په سلو کې په ۳۰ هېوادونو پورې اړه لري، په داسې حال کې چې وروستهپاتي هېوادونه په دې برخه کې لږه ونډه لري. پرمختللي هېوادونه لکه د امریکې متحد ایالات، انګلستان، روسیه، جاپان او يو شمېر نور د خپلې ملي بودجې په سلو کې ۶۰ څخه زیاته برخه علمي څېړنو او د پوهې پراختیا ته ځانګړی کوي. په داسې حال کې چې زمونږ په څېر وروستهپاتي هېوادونه دې برخه کې له بشپړې بیوزلۍ سره مخامخ دي. نو آنلاین تدریس او څېړنه هغه امکان دی چې ښايي د ښه مدیریت او د زیار په ګاللو سره زموږ بېوزله ټولنه ترې ښه ګټه پورته کړي. افغان آنلاین زده کړې نه یواځې دا چې په هیواد کې د پوهې او څېړنې دپراختیا لپاره را منځته شو، بلکې د علم ترلاسه کولو ته زموږ د خلکو مینه هم د دغه بنسټ د تاسیس یو لامل دی.
Home
About Us